په پکتیا کې ۶ تنه وسلوال مخالفین نیول شوي

د ناټو چارواکي وايي، چې تېره شپه يې د پكتيا په مركز ګرديز كې د عملياتو پر مهال شپږ تنه وسله وال طالبان نيولي دي.

دې چارواکو په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل، چې په دې عملياتو كې يې د ماين خښولو يو ماهر چې د دوي په وینا په سيمه كې یې د سړك د غاړې د ډېرو ماينونو په خښولو كې لاس لاره هم نيولى دی.

په همدې حال کې د ګرديز ښار اړوند د نيستي كوټ كلي اوسيدونكي وايې، بهرنيو ځواكونو تېره شپه د دوي په كلي كې عمليات وکړل او په ترڅ كې يې شپږ تنه له ځانه سره بوتلل خو دوي دا نه په ډاګه كوي چې نيول شوي عام كسان وو، كه وسله وال طالبان.

د دې عملياتو په اړه تر اوسه نه په سیمه کې افغان چارواكو څه ويلي او نه وسله والو طالبانو.