ای او ام: ۳۰ زره مهاجرین له لیبیا څخه وتلي

په همدې حال کې د مهاجرت نړیوال سازمان IOM پرون وویل، چې لږترلږه ۳۰ زره کسان چې اکثریې د تونس او مصر مهاجر کارګران وو، د روانو شخړو له وجې له لیبیا څخه وتلي دي.

د IOM ویاندې Jemini Pandya جیمني پندییا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دې ډلې شاوخوا پنځلس زره تنه چې اکثر یې تونسیان وو، تونس ته تللي دي او پاتې چې مصریان، چینایان او نژدې درې سوه تنه لیبیایان دي، هم له دې هېواده وتلي دي.