د ناټو یو جنرال وايي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه که څه هم د سرتېرو تېښته ډېره زیاته ده، خو په عین حال کې د خلکو د استخدام په برخه کې هم هېڅ کمی نشته نو ځکه د ده په وینا ناټو خپل هدف ته چې درې لکه او پنځه زره کسانو ته د ملي اردو او پوليسو د شمېر اوچتول دي، رسېدلای شي.
د ناټو د تعلیمي برخې قوماندان جنرال ویلیم کالدویل وايي، ملي اردو هرکال په سلو کې خپل تقریباً دوه دېرش پرسونل له لاسه ورکوي او دا رقم د پولیسو په لیکو کې په سلو کې تقریباً درویشت دی.
کالدویل وویل، چې د تښتېدلو سرتېرو په سلو کې دوه، د ملي اردو او پولیسو له روزنیزو قطعو څخه تښتېدلي او پاتې په سلو کې اته نوي، د جګړې په ډګر کې له محاربوي قطعو څخه تښتېدلي دي.
خو کالدویل وویل، چې نور کسان شته چې غواړي د ملي اردو او ملي پولیسو پر لیکو ورګډ شي.
د افغانستان د حکومت چارواکي وايي، چې غواړي تر ۲۰۱۴ کاله د افغان امنیتي ځواکونو شمېر درې لکه اته اویا ته ورسوي خو نړیواله ټولنه چې د دې ځواکونو د روزنې لګښت ورکوي، له دې شمېرې سره موافقه نه ده کړې.