د ګورجستان پولیس وایي، په مرکز تیبلیسي کې یې د ( امیدا) تلویزیون د ودانۍ مخې ته بمونه کشف کړې دي.
د ګورجستان د کورنیو چارو وزارت وویل، دا چاودیدونکي مواد هغه ډلې ځای پر ځای کړي، چې شک پرې کیږي چې یو روسی پوځي مشر یې لارښوونه کوي. دغه روسی افسر له تیرو دریو میاشتو راهیسې نیول شوی دی او تور پرې پورې دی چې په تیبلیسي کې یې یو لړ چاودنې کړې دي چې یو کس پکې وژل شوی هم دی.
د ګورجستان د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې دا بمونه څو میاشتې مخکې ځای پرځای شوې وو خو نه و چاودیدلې او اوس د نیول شویو مشکوکو کسانو د تحقیقاتو په ترڅ کې په دې اړه دوی اطلاعات ترلاسه کړل.