د یمن له پارلمانه ۷ غړو استعفی ورکړه

د یمن د ولسمشر علي عبدالله صالح له ګونده د پارلمان اوو غړېو ا ستعفی ورکړه. دوي له حاکم ګونده د استعفی علت دا یاد کړ چې حکومت د مظاهره کوونکو پرضد له تشدده کار اخیستی دی.

په دغو کسانو کې چې استعفی یې ورکړې ده، څو تنه د ولسمشر نژدې ملاتړي دي.

د صالح ګوند د پارلمان په درې سوه یو څوکیو کې شاوخوا دوه سوه څلویښت څوکۍ لري. اپوزسیون ډله ولسمشر تورنوي چې په انتخاباتو کې درغلۍ کوي او له همدې امله یې د وکیلانو شمېر زیات دی.

تر اوسه په یمن کې د حکومت پرضد په مظاهرو کې له تیرې اونۍ راهیسې لږ تر لږه پنځلس تنه وژل شوې دي. دا شخړې د حکومت پلوه کسانو او هغو کسانو تر منځ شوې دي چې د علي عبدالله صالح له دوه دیرش کلنۍ واکمنۍ سره مخالفت کوي.