په جرمني کې څارنوالان د دو مشکوکو ترورېستانو د نیولو خبره کوي، دا دوه کسه تورن دي چې د ازبکستان د اسلامي تحریک غړي دي. دغه ګوند له القاعده سره په تړاو تورن دی.
جرمني څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، څلورویشت کلن عمرسي او اته ویشت کلمن تورګي سي د فبروري په دوه ویشتمه ونیول شول.
عمر تورن دی، چې د دوه زره نهم کال په سپتمبر کې یې د اسلامي تحریک غړیتوب ترلاسه کړی، د ترورېستانو په یوه ناڅرګند کمپ کې یې روزنه کړې ده او تیرکال سپتمبر چې کله جرمني ته ولاړ تر هغه دمه یې په یو شمېر بریدونو کې لاس درلود.
تورګي په افغانستان کې د ازبکستان له اسلامي تحریک سره په مرسته کولو تورن دی او ویل کیږې چې ده څه باندې درې پنځوس زره امریکایي ډالر خپلو خلکو ته حواله کړې دي.
د جرمني پولیس د څلورو نورو شکمنو کسانو کورونه هم پلټلې دي.