بریتانوي محکمه به اسانژ سویډن ته وسپاري او کنه؟

تمه کيږي، چې يوه برتيانوي محکمه به په لندن کې نن په دې اړه خپله خپل حکم اعلان کړي چې بايد بريتانيا د ويکي ليکس د ويب پاڼۍ جوړونکي جولين اسانژ سويډن ته وسپاري او که څنګه. اسانژ په سويډن کې په جنسي تيري تورن دی.

اسانژ چې يو استراليايي دی څارنوان په سويډن کې غواړي د هغو دوو ميرمنو په اړیکې ترې پوښتنې وکړي چې دې ورباندې په تير اګست کې پرجنسي تيري تورن شو خو اسانژ دا تورنه ردوي.

د اسانژ مدافع وکيل سويدن ته د هغه د سپارلو مخالفت کوي او وايي چې په سويدن کې به د هغه په اړ سمه محاکمه تر سره نه شي.

هغه وايي اسانژ به د امريکايي مستنتقينو سره مخامخ شي، اسانژ په ويکي ليکس ويب پاڼه کې د متحد ايالتو د کورنيو او پوځې محرمو اسنادو په خپرولو سره چې د پيغامونو په واسطه يې تر لاسه کړي وو، امريکايي مقامات په غصه کړي دي.