د بلخ او فاریاب ولایتونو چارواکو نن شاوخوا دوه ټنه بیلابیل مخدره مواد چې پولیسو په وروستیو څو اوونیو کې په دغو ولایتونو کې نیولي و، وسوځول.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په فاریاب کې یو زرو پنځه سوه کیلوګرامه او په بلخ کې پنځه سوه کیلوګرامه مخدره مواد چې چرس، تاریاک او الکولي مشروبات په کې شامل و، د خلکو په مخ کې وسوځول شول.
بل خوا د ننګرهار د امنیې قومندانۍ وايي، پولیسو یوه اندازه چاودیدونکي مواد، چې په یوه موټرسایکل بار وو، همداراز په ګوشتې ولسوالۍ کې یوولس مشکوک وسلوال مخالفین نیولي.