د کب دریمه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د کابل د خلکو ملي پاڅون

په دې ملي پاڅون کې په کابل ښار کې محصلین، زده کوونکي، ښوونکي او استادان او دغه راز عام خلک شامل وو.

له اوس نه یو دېرش کاله مخکې د ۱۳۵۸ لمریزکال د حوت یا کب د میاشتې په دریمه نیټه د کابل خلکو د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې ملي پاڅون وکړ او دا یې څرګنده کړه، چې افغانان هیڅکله د چاه تیری نه مني.

په دې ملي پاڅون کې په کابل ښار کې محصلین، زده کوونکي، ښوونکي او استادان او دغه راز عام خلک شامل وو، ویل کیږي، چې شوروي عسکرو د وخت د کمونستي حکومت د سرتیرو په ملاتړ په خلکو ډزې کولې او په بې رحمۍ سره یې خلک وژل:

د سیاسي چارو څیړونکی محمد اسحاق اتمروایي چې باید دا ورځ د لویو غونډو او مراسمو په جوړولو سره نمانځل شوی وای ځکه چې دا د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرپوځ په وړاندې د یوه ملي پاڅون ورځ ده.

ښاغلی اتمر وایي، چې په همدې ورځ په کابل کې وو او په دې ښار کې یې د خلکو دغه پاڅون په خپلو سترګو لیدلی.
د پخواني شوروي اتحاد پوځ د ۱۳۵۸ لمریزکال د جدي یا مرغومي د میاشتې په شپږمه نیټه په افغانستان یرغل وکړ او د دارالامان په سیمه کې د شوروي پوځ ټانکونه ولیدل شول.

محمد اسحاق اتمر د خپلو سترګولیدلی حالت ازادي راډیو ته داسې بیان کړ:

"زه په خپله په کارته پروان کې وم، چې روسي ټاکونو او افغاني ټاکونو په خلکو ډزې کولې، په سړکونو، کورونوې کې، مړي پراته وو. په افشارو، کوټې سنګي د کابل په میوند جاده کې په عامه خلکو ډزې کېدې، چې ما په خپلو سترګو ولیدل."

د کب یا حوت دریمه چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ په وړاندې د کابل د خلکو د ملي پاڅون ورځ بلل کیږي، په کابل او ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو کې نه نمانځل کیږي، خو په کابل چاپ ورځپاڼو کې په دې اړه ډیرې لیکنې خپرې شوي.

خونړۍ ورځ

د پخواني شوروي اتحاد پوځ د ۱۳۵۸ لمریزکال د جدي یا مرغومي د میاشتې په شپږمه نیټه په افغانستان یرغل وکړ او د دارالامان په سیمه کې د شوروي پوځ ټانکونه ولیدل شول، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره او خونړۍ ورځ بلل کیږي.

لږ وروسته په دارالامان او تاج بیک غونډۍ کې ډزې وشوې او د همدې شپې په ناوخته د تاشکند له راډیو څخه د ببرک کارمل غږ واورېدل شو، چې د حفیظ الله امین وژل او واک ته یې د ځان درسیدو اعلان وکړ.

تکبیر غږونه


د ۱۳۵۸ لمریزکال د کب یا حوت د میاشتې په دریمه نیټه خلکو په کابل ښار کې د شپې د تکبیر غږونه وکړل او د وخت د کمونستي رژیم او د سره پوځ په وړاندې یې د ملي پاڅون اعلان وکړ.

له دې وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې خلکو د کمونستي رژیم او د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو په وړاندې غونډې او مظاهرې وکړې او په دې توګه د دې هیواد په ټولو سیمو کې خلکو خپله مبارزه پیل کړه.

محمد اسحاق اتمر هم په همدې باور دی او وایي، چې په هرات کې د کب یا حوت د څلورویشتمې نیټې پاڅون چې زرګونه تنه افغانان په کې ووژل شول هم د کابل د خلکو له پاڅون څخه الهام اخیستی و:

د پخواني شوروي اتحاد یرغلګرو پوځیانو کابو نهه کاله په افغانستان کې تیرکړل، چې وروسته د ۱۳۶۷ لمریزکال د دلوې په ۲۶مه له افغانستان څخه ووتل.
"د حوت څلور ویشتم قیام هم د خلکو قیام، چې پیل یې د حوت د دریم یعنې د کابل د پاڅون څخه و، چې دواړه د خلکو پاڅونونه وو، د احزابو لاس په دې کې نه و."

ډیرشمېر سیاست پوهان په دې باور دي، چې پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځ یرغل ته د وخت خلق او پرچم ګوندونو زمینه مساعده کړه، یعنې کومې بدبختۍ چې اوس ترسترګوکیږي د هغه یرغل نتیجه ده.

په عین حال کې ځینې عام افغانان او دینی عالمان وایي، چې د ظلم او ستم په وړاندې د کابل د خلکو د ملي پاڅون دغه ورځ باید هرکال په ځانګړو مراسموکې ونمانځل شي ترڅو د دوی په خبره د دې ورځ یاد او خاطرې ژوندۍ وساتل شي.

د سولې دعالي شورا او د افغانستان د عالمانو د شورا غړی مولوي شفیع الله شفیع هم په همدې باور دی:

ښځې او ماشومان


"قیام یوه ښه میلي پروسه چې ترسه شوې ده، زموږ ډېر افغان ورورڼو په کې شهیدان شول، چې اوس ترې ښځې او ماشومان پاتې دي، په مسلمت امیز شکل باید ورته محلفونه ونیول شي، چې د ملت هر وګړي ته د تسکین سبب ګرځي."

د پخواني شوروي اتحاد یرغلګرو پوځیانو کابو نهه کاله په افغانستان کې تیرکړل خو وروسته د ۱۳۶۷ لمریزکال د سلواغې یا دلوې د میاشتې په ۲۶ نیټه د خپلو زرګونو عسکرو په تلف کولو له دې هیواد څخه وتلو ته اړ شول.

پنځه ملیونه افغانان


راپورونه وایي، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل، د ډاکټر نجیب الله د رژیم او وروسته د مجاهدینو د حکومت پرمهال کابو یونیم ملیونه افغانان ووژل شول، له دې څخه زیات شمېر کې نور معیوب او معلول شول او دغه راز ترپنځو ملیونو زیات افغانان بهرنیو هیوادونو ته مهاجرشول.

عام خلک که له یوې خوا د کابل د خلکو د ملي پاڅون د ورځې د نمانځلو غوښتنه کوي، له بلې خوا په دې هم ټینګار کوي، چې د افغانستان دېرش کلنۍ بدبختۍ عاملین باید په دقیقه توګه وپیژندل شي او په هرموقف او حالت کې چې وې باید د محاکمې میزته را کش شي.