د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ ځان وژونکې حمله په کلکه وغندله.
د راپورونو له مخې پرون د امام صاحب د يوې دولتي ودانۍ مخته په داسې حال کې ځان وژونکې حمله وشوه چې خلک د تذکرو د اخيستلو لپاره راټول شوي وو.
په دې بريد کې نژدې شپېته تنه مړه او ژوبل شول، ولسمشر کرزي ويلي، د خوست، ننګرهار، کندهار او کندوز حملې، چې بې ګناه خلک په کې وژل شوي، د بې رحمه دښمن اسلامي ضد هدفونه ښيي.
په کابل کې د امريکا سفارت هم په يوې خپرې کړې خبرپاڼې کې د کندوز حمله غندلې او د قربانيانو د کورنيو له غړېو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.