اسراييل د ۲ ایراني بیړیو د تګ مسله څاري

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، هېواد یې د سویس کانال له لارې مدیترانې ته د ۲ ایراني بیړېو د تګ مسله په جدیت څاري.

د اسراییل صدراعظم وویل، ایران په دې ډول په مصر کې د وروستیو ناکرارېو او بې ثباتۍ څخه په استفاده په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي .

په مصر کې د سویس د کانال مسولینو ویلي، چې دواړه ایراني بیړۍ به سبا مدیترانې ته تیرې شي او د ایراني مقاماتو دا رپوټونه یې رد کړې چې واېې د دوي بیړۍ وختي لا په سویس کانال تیرې شوي دي.