د نړېوال اقتصادي بحران په له منځه وړلو کې به په ګډه کار وشي

د شلو سترو پرمخ تللو او ودې په حال کې هېوادونو مشران او استازي سلا شول، چې د نړېوال اقتصادي بحران په جریان کې د اقتصادي نا انډولۍ د معلومولو او له منځه وړلو لپاره به په ګډه کار کوي.

د فرانسې د اقتصاد وزېرې کریستین لګاردي چې په پاریس کې یي د شلو سترو صنعتي هېوادونو د شنبې د ورځې د غونډې مشرې کوله، وویل، خبرې سپینې او سختې وې.

د شلو سترو صنعتي هېوادونو وزیران چې د نړۍ د اقتصاد په سلو کې ۸۵ برخه یي په لاس کې ده، د پانګونو او سوداګرېو د انډول کولو او اقتصادي ستراتیژېو د جوړولو په مقصد په پاریس کې جرګه شوي وو، دوي غواړي د ۲۰۰۸ میلادي کال په څېر بل کوم نړېوال اقتصادي بحران رامنځ ته نه شي.