عراقي مظاهره چیان:د کونډو او یتیمانو د حقوقو غوښتونکي یو

د عراق په کردستان سېمې کې په سلګونو کسانو د شنبې په ورځ د سیاسي بدلونو او په بغداد کې خلکو د کونډو او یتیمانو د حقونو د غوښتلو په مقصد لاریونونه او مظاهرې وکړې.

د عراق په شمالي ښار سلیمانیه کې له امنیتي ځواکونو سره نښتو کې لږ تر لس کسان ټپیان شوي دي.

په بغداد کې په سلګونو ښځو او کوچنیانو په لارو او کوڅو کی لاریون وکړ او له حکومت څخه غوښتل چې کونډو او یتیمانو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې.

ملګري ملتونه وایي، یوازې په بغداد کې شاوخوا درې لکه او ۳۶ زره یتیمان او اته لکه یو اویا زره کونډې دي چې د زیاترو پلرونه او مړونه په جګړو کې وژل شوي دي.