په کویټ کې پر بې وطنه عربو اوښکی بهوونکی غاز استعمال شوي

د کویټ پولیسو د شنبې په ورځ په سلګونو بې وطنه عربو باندي د اوښکې بهوونکي غاز ډزې وکړې.

د جمعې له ورځې راهیسي په سلګونو عربان چې د کوم هېواد تابعیت نه لري، د خپلو حقونو او د کویټ د تابعیت غوښتنه کوي.

پولیسو د کویټ په جنوب صلیبه ګاونډ کې د راټولو شوېو عربانو زیات شمېر مظاهره کوونکي نیولي دي. خبرې رسنۍ وایي، د جمعې د ورځې په شخړو کې یو شمېر مظاهره کوونکي ټپیان شوي او د شنبې په ورځ شاوخوا سل کسان پولیسو نیولي دي.

ویل کیږي، چې په کویټ کې شاوخوا یو لک بې وطنه عربان ژوند کوي او د کویټ د تابعیت غوښتنه کوي، خو چارواکي وایي، د دې کسانو نیکونه له ګاونډېو هېوادونو څخه کویټ ته راغلي او د تابعیت حق نه لري.