په یمن کې د پولیسو او او مظاهره چیانو تر منځ نښته شوی

د یمن په مرکز صنعا کې د شنبې په ورځ ، پولیسو او د حکومت پلویانو، له حکومت ضد مظاهره کوونکو سره نښتې وکړې.

دا لسمه ورځ وه چې مظاهره کوونکي د حکومت پر ضد لارو کوڅو ته وتلي وو، مظاهره کوونکي هڅه کوي چې د هېواد ولسمشر عبدالله صالح له واکه لیري کړي.

د شنبې په ورځ، مظاهره کوونکو د صنعا له پوهنتون څخه د عدلیې وزارت پر لور لاریون وکړ، خو پولیسو ورباندې ډزې وکړې.

راپورونه وایي، امنیتي ځواکونو یو تن مظاهره کوونکی وواژه او یو شمېر نور یي ټپیان کړي دي. د یمن د کورنیو چارو وزارت د مظاهره کوونکي مړینه رد کړی ده.

په یمن کې د لسو پرله پسې ورځو مظاهرو په جریان کې اوه کسان وژل شوي دي.