نن به تهران هم د مظاهرو کوربه وي

د ایران د رژیم مخالفانو په ایرانیانو غږ کړی چې د اوونۍ په سر کې د دوو تنو مظاهره کوونکو محصلانو د وژل کېدو په اعتراض کې دې نن یکشنبې په تهران کې لاریون وکړي.

د مخالفانو په یوې کمپیوترې پاڼې (کلمه ډاټ کام ) کې راغلي، دا مظاهره به په ایران کې د مذهبي دیکتاتورۍ پر ضد جګړه وې.

د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ او ویي ویل، که چیرې مظاهره کوونکي لارو کوڅو ته ووځي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د ایران د پارلمان ځینو غړېو او سخت دریځو ملایانو د مخالفو مشرانو میر حسین موسوي او مهدي کروبي د اعدام غوښتنه کړې ده. دا دوه تنه مشران د دوشنبې د ورځې مظاهرو په اړه په کور کې نظر بند دي.

له ایران څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي، په دې هېواد کې دوه تنه نیول شوي جرمني ژورنالیستان به د پنځوسو زرو ډالرو نغدي جریمې په بدل کې خوشې شي.

د ایران دولتي خبري اژانس وایي، د ایران یوې محکمې په لومړي سر کې مارکوس هیل ویګ او ینس کووخ د شلو میاشتو بند په سزا محکوم کړې وو، خو وروسته یي د دوي سزا نغدي جریمې ته واړوله.

دا دوه تنه جرمن ژورنالیستان تورن دي چې په تبریز ښار کې یي د ایرانۍ میرمنې، سکینه محمدي اشتیاني له ځوی او مدافع وکیل سره مرکه کړې وه. اشتیاني د زنا په جرم په اعدام محکومه شوې وه.