ایساف په خوست کې وروستۍ چاودنه وغندله

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د ایساف ځواکونو عمومي قوماندان ډګروال کرستونز د خوست د تېرې ورځې د موټر بم چاودنه غندلې ده.

په خوست کې د پروني موټر بم په چاودنه کې تر پنځوسو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه قوماندانی له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په جنوب ختیځو سیمو کې میشت ایساف ځواکونه به له افغان ځواکونو سره په ګده د دغې پېښې د عاملینو په نیولو کې هر اړخیزه مرسته کوي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې په افغانستان کې به دا دول بریدونه د ډیموکراسۍ او د پرمختیا په روان بهیر هیڅ دول اغېزه ونه کړي.