د بحرین پاچا له مظاهره کوونکو سره خبرو ته حاضر دی

د بحرین پاچا په خپل هیواد کې د اعتراضونو د له منځه وړلو لپاره د ملي روغې جوړې د خبرو وړاندیز وکړ.

په بحرین کې د څو ورځو په ترڅ کې په ناکراریو کې څلور تنه مظاهره کوونکي ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

شپیته مظاهره کوونکي د جمعې په ورځ وروسته ترې په روغتونونو کې بستر شول چې امنیتي ځواکونو په مرکز منامې کې پرې ډزې وکړې.

پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه همداراز په ټیلفون د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړې.

اوباما په بحرین کې پیښې شوې شخړې غندلې دي او د بحرین له چارواکو یې غوښتې دي، چې له زغمه کار واخلي. د امریکا ولسمشر ویلي دي، چې په بحرین کې ثبات په دې پورې تړلی دی چې هلته د خلکو بشري حقونه رعایت شي.

بحرین په منځني ختیځ کې د امریکا د جنګي بیړیو کوربه هیواد دی.