مېلز:په سنګین کې له قومي مشرانو سره موافقې مثبته نتیجه ورکړې

په افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو عمومي قوماندان وايي، چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره موافقې مثبته نتیجه ورکړې ده.

تورنجنرال ریچاردمېلز، چې له هلمند څخه یې په یوه ټیلفوني کنفرانس کې په امریکا کې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، چې د سنګين ولسوالۍ په مرکز کې د امریکا پر پلیو سمندري ځواکونو په تېره یوه میاشت کې تقریباً هېڅ راز وسله واله حمله نه ده شوې.

جنرال مېلز زیاته کړه، امریکايي ځواکونه د هوا له تودوخې سره سم د حملو د زیاتېدو تمه لري خو د ده په وینا دا زیاتوالی به د پخوا په څېر نه وي.

چارواکو نژدې یوه میاشت مخکې خبر ورکړ چې والي ګلاب منګل د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره د سولې یوه موافقه کړې چې له مخې به یې قومونه په خپله سیمه کې د وسله والو حملو او بهرنیو جنګیالیو ته اجازه نه ورکوي.