په بحرین کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوې

د بحرین پولیسو په مرکز منامې کې نن سهار د اعتراض کوونکو پر یوې ډلې اوښکی بهونکی ګاز استعمال کړی دی او ربړي مرمۍ یې ویشتې دي، څو په دې ډول له دریو ورځو راپه دې خوا پیل شوی اعتراض وځپي.

د پولیسو د عملیاتو پرمهال لږ تر لږه دوه تنه وژل شوې او په لسګونو ټپیان دي.

په زرګونو کسانو د ښځو او ماشومانو په ګډون په منامې کې د لولوء چوک له سې شنبې راهیسې نیولی دی.

وروسته بیا په لسګونو زغروال ګاډي او ټانکونه د منامې لارو کوڅو ته راووتل.

د مظاهرو له پیله تر اوسه حد اقل څلور تنه وژل شوې دي.

د شیعه و د مرکزي ګوند وفاق مشر عبدالجلیل خلیل نن د امنیتي ځواکونو برید ترورستي عمل وباله:

« موږ د دې خطرناکه وضعې څیړنې ته ضرورت لرو څو سمې پریکړې وکړو. هغه څه چې نن پیښ شوې دي هغه ترورزم دی»

مظاهره کوونکي په بحرین کې سیاسي اصلاحات غواړي په دغه هیواد کې اقلیت سني پر اکثریت شیعه واکمن دی.

په بحرین کې اعتراضونه د هغو سیاسي ناارامیو برخه ده چې په عربي نړۍ کې پیل شوې دي او د تونس او مصر ولسمشران هم دغو پاڅونونو له واکه لرې کړل.

د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا متحد ایالاتو په بحرین کې د شخړو د مخنوي غوښتنه وکړه. بحرین د امریکا نژدې ملاتړی دی او د امریکا د یوشمیر سمندري بیړیو کوربه دی.