بلاټز:اوس موږ د غښتلو ځمکنیو ځواکونو موجودیت ته زیاته اړتیا لرو Audio

جنرال جوزیف بلاټز

په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال بلاټس ډیره مننه، چې زموږ بلنه مو ومنله او حاضر شوی، څو د افغانستان د هوایي ځواک د روزنې او سمبالښت په برخه کې زموږ پوښتنو ته ځواب ووایي.

تمه ده، چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر پیل شي، نو له دې سره جوخت د افغان ځواکونو د وړتیاو په اړه ځینې اندیښنې هم را برسیره شوي.

یوه ستره اندیښنه داده، چې افغان ځواکونه د وسایلو له پلوه لا په ښه توګه نه دي سمبال شوي، دوي درنې وسلې نه لري او په ځانګړې ډول د هوایي ځواک په برخه کې لا زیات کار نه دې شوې.

زموږ د روان بحث زیات تمرکز د افغانستان د هوایي ځواک د روزلو او سمبالولو په اړه د ناټو په هڅو دې.

پوښتنه: که تاسو په سر کې په دې اړه خپل نظر څرګند کړۍ، چې اوس مهال د افغانستان هوايي ځواک په کوم حالت کې دې، ایا په ورځنیو عملیاتو کې کوم رول لوبوي؟

ځواب:
هو یقینا او دا یوه ښه نقطه ده، چې د افغان هوایي ځواک د وړتیاو د لوړېدو څرګندوې دې.

د افغانستان د هوایي ځواک ټرانسپورټي الوتکو او هیلې کاپټرو کارول د کندهار او هلمند په څیر ولایتونو کې د روانو عملیاتو لپاره خورا زیات مهم دي.

د دې یوه بله ښه بیلګه داده، چې د افغانستان د هوایي ځواک هلي کاپټرونو په پاکستان کې د وروستیو ورانوونکو سیلابونو په مهال د ژغورنې په عملیاتو کې فعاله برخه واخیستله.

که په بله معنې ووایم موږ په ټرانسپورټ متمرکز د یو هوایي ځواک د بیارغونې په برخه کې کار کوو، چې له ایساف سره مو په ګډو عملیاتو کې ورځنې کار اخیستې دې او دا مو د دې وړ ګرځولې، چې نه یوازې په افغانستان کې بلکه د پاکستان په څیر په ګاونډي هېوادونو کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

پوښتنه: ستاسو له څرګندونو داسې ښکاري، چې د افغانستان هوایي ځواک اوس مهال یوازې په ټرانسپورټي عملیاتو کې برخه اخلي او تر اوسه یی په جنګي عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې همداسې ده؟

ځواب: یقینا اوس مهال حالت دقیقا په همدې ډول دې، ددې دلیل دا دې، چې اوس مهال مونږ له تروریزم سره مقابله کوو او هغه څه، چې موږ ورته اوس زیاته اړتیا لرو، هغه د غښتلو ځمکنیو ځواکونو موجودیت دې.

په دې ترتیب په تیرو څو کلونو کې زموږ لومړیتوب دا و، چې موږ باید د ځمکنیو ځواکونو له پلوه یوه غښتلې اردو وروزو. هغه څه، چې دا ځمکنې ځواک ورته زیاته اړتیا لري، هغه ټرانسپورټي خدمات دي، که هغه د ځمکني ټرانسپورټ له پلوه وي او که د هوایي ترانسپورټ له پلوه.

همدا دلیل وو، چې موږ د هوایي ځواک د بیارغونې په برخه کې لومړې زیاته پاملرنه د ټرانسپورټ برخې ته کړې.

پوښتنه: موږ همدا اوس اوس د افغانستان د دفاع وزارت له خوا داسې تبصرې درلودلې، چې ویل یی که چیرې یو هېواد لږ تر لږه څلور ډوله الوتکې ونه لري، نو مونږ ورته نشو ویلي، چې دغه هېواد یو هوایي ځواک لري.

البته د دوي اشاره بمبار، جنګي، جاسوسي او روزنیزو الوتکو ته وه، ددفاع وزارت دې څرګندونو ته په اشارې که ووایاست، چې تاسو د الوتکو د برابرولو او د پیلوټانو د روزنو په برخه کې څه پروګرامونه لرۍ؟

ځواب: اجازه راکړۍ، چې ووایم، چې په بشپړه توګه د یو نوي هوایی ځواک جوړول زیات وخت ته اړتیا لري.

دا څو دلایل لري، یو دا، چې تاسو باید سم وسایل ترلاسه کړۍ او بیا یی د ساتلو وړتیا ولرۍ.

دویم دا، چې د الوتکو د پیلوټانو او نور پرسونل روزنه هم زیات وخت ته اړتیا لري، معمولا د یو پیلوټ روزنه او هغوي ته د انګلیسي ژبې زده کړه شاوخوا یو میلیون ډالره لګښت لري او دا له یو نه تر یو نیم کال پورې وخت غواړي.

دریم دا، چې د هوایي د نوې ټکنالوژۍ نصبول، چې فضا کنټرول کړي او د ملکي هوایی ټرانسپورټ د کنټرول سیسټم سیال وي ډیر زیات وخت غواړي.

څلورم د افغانستان د هوایي ځواک لپاره د بنسټونو جوړول هم زیات وخت او لګښت غواړي، د اوس لپاره افغان هوایی ځواک یوازې دوه ستر مرکزونه لري، چې یو یی د کابل نړیوال هوایی ډګر دې او بل مهم مرکز یي په فراه کې د شینډنډ هوایی ډګر دې.

زه فکر کووم، چې موږ به تر ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو پورې هغه څه بیا ورغوو، چې اوس یي په خپل پروګرام کې لرو او له هغې وروسته مونږ باید پریکړه وکړو، چې نور څه کول غواړو.

خو زما په نظر اوس به لا ډیر وختي وي، چې مونږ د جنګي الوتکو او یا د بمبار الوتکو د لرلو په اړه فکر وکړو او د اوس لپاره باید په هغه څه تمرکز وکړو، چې ورته اړتیا لرو.

پوښتنه: اوس چې مونږ ګورو ناټو افغان هوایی ځواک ته یوازې روسي هلې کاپټرې او الوتکې رانیسې، ولې په لویدیځ کې جوړې شوې الوتکې نه رانیسي ددې تر شا څه لاملونه پراته دي؟

ځواب: دا هم څو دلایل لري، لومړې دا، چې مونږ دلته یو شمیر روسي الوتکې ولیدلې، چې په ښه حالت کې دي او مونږ کولې شو له هغو کار واخلو.

افغان پیلوټان او د هوایي ځواک نور پرسونل تر ډیره د روسي الوتکو له سیسټم سره اشنا دي.

دویم دا، چې روسیي د افغان هوایي ځواک د روزلو او سمبالولو وړاندیز کړې او لږ وخت مخکې له روسیی څخه د هلې کاپټرونو او نورو هوایی وسایلو د رانیولو په اړه خبرې هم شوې وې.

پوښتنه:
د اوس لپاره خو سمه ده ایا په خپلو اوږد مهاله پروګرامونو کې په پام کې لرۍ، چې افغان هوایی ځواک ته په لویدیځ کې جوړ شوې الوتکې را ونیسۍ؟

ځواب: مونږ دلته له مخکې نه په لویدیځ کې جوړې شوې الوتکې لرو، چې هغه سي ۲۷ ای ټرانسپورټي الوتکې دي، چې د ایټالیی او امریکا له خوا په ګډه تولید شوي.

پوښتنه: د امنیتي مسؤلیتونو له انتقال وروسته اکثره افغانان د خپل هیواد د امنیت په اړه اندیښنې لري، که تاسو دا ووایاست، چې تاسو د افغانستان لپاره څه ډول یو پوځ پریښودل غواړۍ؟

ځواب: لکه څرنګه، چې تاسو همدا اوس وویل، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې په بریالۍ توګه د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال لپاره ضروري ده، چې مونږ یو ښه روزل شوې، مسلکي، وړ او د جنګي تجربې درلودونکې ځواک ولرو، چې هوایی ځواک هم ددې یوه برخه ده.

که په نورو الفاظو یی ووایم، چې مونږ د شمیر له زیاتولو سره کیفیت ته هم زیاته پاملرنه کوو.

مونږ تر دې دمه په دې برخه کې زیات بریالي وو، موږ په زیات شمېر کې ځواکونه روزلي دي او اوس هڅه کوو، چې د دوي وړتیاو هم لوړې کړو.

دوی د توپونو په څیر په درنو وسلو سمبال کړو. په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال له بشپړیدو وروسته دلته به د ناټو روزنیز ماموریت دوام وکړي او ۲۰۱۴ میلادي کال به ددې پای نه وي.

پوښتنه: ښاغلې بلاټس یوه بله مسئله تاسو د افغانستان خلکو ته څه ویل غواړي، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د افغانستان پوځ په څه ډول وي ایا د سمیې د هیوادونو سیال پوځ به وي؟

ځواب: د اوس لپاره لا ډیر وختې دې، چې پدې اړه خبرې وکړو، اوس مونږ باید د ترورزم په خلاف خپلې هڅې همغږې کړو، ځکه دا زمونږ ماموریت او اساسي دنده ده. دا نو وروسته په افغان دولت پورې اړه لري، چې څه ډول پوځ غواړي، چې څومره ځواک او وړتیا باید ولري، نو دا په افغان دولت پورې تړاو لري.