د حضرت محمد (ص) د زوړکړې ورځ په هېواد کې ولمانځل شوه

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد "ص" د زوکړې ورځ د اکثرو اسلامي هیوادونو په شان نن د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ګوټ ګوټ هم د خلکو له خوا ولمانځل شوه.

په دودیزه توګه افغانان دغه ورځ د خیراتونو او صدقې په ورکولو سره لمانځي.

د اسلام وروستی پیغمبر حضرت محمد (ص) د ۵۷۰ میلادي کال او د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه نړۍ ته راغی او په ۶۳۲ میلادي کال د ۶۳ کلونو په عمر یې له نړۍ رحلت وکړ.