نړیوال بانک وایي چې د تیرکال د جون له میاشتې راهیسې په نړۍ کې د خوراکي موادو د بیو زیاتوالي، د ودی په حال کې هیوادونو کې ۴۴ میلیونه انسانان له قحطۍ سره مخامخ کړي دي.
د نړیوال بانک ریس رابرت زولیک په نړۍ کې، د خوراکي موادو بیې خطرناکي اندازې ته لوړې شوي، ترسرلیک لاندې په یوه خپاره کړي بیان کې دغه خبرداری ورکړی دی.
د خوراکي موادو بیې نژدې دي، چې د ۲۰۰۸ م کال اندازې ته ورسیږي. په هغه وخت کې د خوراکي موادو او د تیلو د بیو لوړوالي د بې وزلو خلکو لپاره له مصیبته ډکه پایلې له ځان سره لرلي.
د نړیوال بانک ریس وویل، دغه ارقام له هغې غونډې د مخه خپاره شوي، چې ټاکل شوې ده د شلو پرمختللو صنعتي هیوادونو د مالې وزیرانو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۱۹ په پاریس کې جوړه شي.