د روسیې د بهرنیو چارو وزیر برتانیې ته ځي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف نن بریتانیا ته خپل دوه ورځني سفر پیلوي . ددې سفر په ترڅ کې به له صدراعظم ډیوید کامرون او د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ سره وګوري . د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي دا سفر به سږ کال روسیې ته د کامرون د سفر لپاره لاره هواره کړي .

د روسیې او بریتانیا تر منځ تجارتي اړیکې پیاوړې دي خو د دواړو هیوادنو تر منځ اړیکې د یو شمیر دیپلوماټیکو اختلافاتو له امله له ستونزو سره مخامخې شوې دي .
په دې لړ کې د الکساندر لیتیونیکو د مسمومیت په پیښه کې د روسیې له خوا بریتانیا ته د لوی مشکوک سړي نه سپارل شامل دي .

لیتونیکو د کرملین یو انتقاد کونکی او د هیواد یو پخوانی امنیتی چارواکي وو چې په دوه زره شپږم میلادي کال کې په لندن کې مسموم کړاي شو .

دغه راز دواړو هیوادونو وورسته له دې یو بل ته تندې او زغردې خبرې وکړي چې روسیې د روانې میاشتې په سرکې د بریتانوي ګارډین ورځپانې یوه خبریال ته اجازه ورنه کړه چې روسیې ته ولاړ شي .