حقیق:په انتخاباتو کې د رايي شمېرنې مرکز مهر و لاک شو

د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې د دوشنبې په ورځ یو شمېر څارنوالانو د انتخاباتو په خپلواک کمسیون کې د رايي شمېرنې مرکز مهر و لاک کړ.

د ځانګړې محکمې مشر صدیق الله حقیق ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا اقدام د دې محکمې د یو پخواني حکم له مخې شوې او سر له ننه په ټولو ولایتونو کې دا اقدام پلي کیږي.

په دې اړه نور تفصیل په دې مرکه کې، چې په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې،چې دا مرکه د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.