ټاکل شوې د کډوالو چارو وزارت نن په کابل کې ۱۰۰۰ بې وزله کورنیو باندې خوراکي او غیر خوراکي مواد وویشي.
د کډوالو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د غه مرستې د سعودي عربستان له خوا شوي او د کابل ښار د افشارو په سیمه کې هغو کډوالو ته ځانګړې شوي چې د هېواد له جنوب څخه را کډه شوي دي.
د افشارو په سیمه کې ډیرې بې وزله کورنۍ په ستونزمن حالت کې ژوند کوي چې ډیری یې له کندهار او هلمند ولایتونو څخه د جګړې په نتیجه کې بې ځایه شوي دي.
وروستیو واورو او د هوا سوړوالي د غه کورنې لا له ستونزو سره مخ کړي او د مرستو په تمه دي.