له جاپان څخه خپاره شوي اقتصادی ارقام ښیي چې چین له جاپان څخه مخکې شوي او له متحده ایالاتو وروسته د نړۍ په دوهم ستر اقتصادي قدرت بدل شوي دي.
جاپان نن راپور ورکړ، چې د هېواد اقتصادي وده د تیر ۲۰۱۰ کال په څلورمه ربعه کې په سلو کې ۱،۱ وه. دا شمېره له هغه څه نه ښه ده چې کارپوهانو یي اټکل کړی و.
جاپان ویلي د خالصو عواید و اندازه یي څه کم پنځه نیم تریلون ډالره ده حال دا چې د چین څه کم ۶ تریلیون ډالرو ته رسي.
په جاپان کې د تیرکال د وروستیو درې میاشتو اقتصادي سستې ودې عوامل د مصرفونکو له خوا د لګښتونو او په دې هېواد کې د تقاضا کموالي بلل شوي دي.