د عراق پارلمان تیره ورځ د اتو وزارتونو لپاره نوي وزیران تصویب کړل، خو بیا هم د پارلمان غړي ونه توانیدل چې د مهمو پوستونو لکه دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت د ادارې لپاره مشران غوره کړي.
د دغو درې واړو مهمو پوستونو لپاره د مشرانو د ټاکلو پر مسله د اختلافاتو له امله صدراعظم نوري المالکي د دغو وزارتونو د چارو سرپرست دی.
د هغو وزارتونو له جملې څخه چې نوي وزیران ورته غوره شوه د بریښنا،سوداګرۍ او د ښځو چارو وزراتونه دي.
دغه راز عادل عبد المهدي او خدیر الخوازي چې دواړه شیعه ګان دي او طارق الهاشمي چې له سنیانو څخه دی د عراق د ولسمشر د مرستیالانو په توګه وټاکل شوه.