د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې یو څه بحراني شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پرون وویل، چې د امریکا، افغانستان او پاکستان تر منځ مهمې خبرې به سره له دې چی په دغه هېواد کې د یوه امریکايي د نیول کېدو پر سر د راپورته شوي لانجې له امله ځنډیدلي، دوام ومومي.

په پاکستان کې د امریکا د قونسلګرۍ د یوه مسول د نیول کېدو په نتیجه کې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې یو څه بحراني شوي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبد الباسط وویل، دغه خبرې چې ټاکل شوې وه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳ او ۲۴ نېټه ترسره شي په راتلونکی کې په یوه بل وخت کې ترسره شي.

نوموړي په پاکستان کې د دوو کسانو د وژلو په تور د نیول شوي امریکايي رایمونډ داویس د قضې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.