د واورو له ورښت له امله په دایکندي کې ۴ تنه مړه شوي

د دایکندي ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، چې د دې ولایت په مرکز نیلي او سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې د ډیرې واورې د ورېدو له امله څلورتنه مړه شوي دي.

د دایکندي والي قربانعلي ارزګاني ازادۍ راډیو ته وویل، چې په مړو شوو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي چې تر واورو لاندې یې ساه ورکړې ده.

په یوبل خبر کې د بامیان سیمه ایز چارواکي هم وایي، چې ډیرې واورې دوه تنه په دې ولایت کې هم مړه کړي دي.

په عین حال کې راپورونه وایيو چې په سالنګ کې هم ډیره واوره وریدلې او له پرون راهیسې دا لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

له سالنګ څخه لا تر اوسه د تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی او ویل شوي چې د واورې د پاکېدو کار په چټکۍ سره روان دی.