بریتانیا په هلمند ولایت کې یو لوی صنعتي پارک جوړوي چې کابو څلویښت فابریکې به په کې فعالیت ولري.
ویل شوي چې دا صنعتي پارک به په راتلونکو درېو کلونو کې جوړیږي او د بریتانیې د نړېوالې پراختیایي ادارې له خوا به کابو پنځه دیرش میلیونه ډالره پرې ولګول شي.
د هلمند والي محمد ګلاب منګل وویل، چې د دې پارک له جوړېدو سره د هلمند ولایت محصولاتو ته د خرڅلاو بازار هم پیدا کیږي.
په یو بل خبر کې د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي دي، چې تر راتلونکو دریو کلونو پورې به په افغانستان کې د خوراکي موادو یوه لویه زیرمه چې یو میلیون ټنه غله به زیرمه کړي جوړه شي.