ټاکل شوې ده د ولسي جرګې غړي نن پردې بحث وکړي، چې ایا د دې جرګې د رییس د انتخاب لپاره د کورنیو دندو کړن لارې ته تغییر ورکړي اوکه نه.
دا بحثونه وروسته ترهغې پیلیږي، چې د ولسي جرګې په څلورو ځلو انتخاباتو کې وکیلان ونه توانیدل د دې جرګې رییس انتخاب کړي.
د ولسې جرګې موقت رییس محمد سرورعثماني پرون د دې جرګې له غړو څخه په ټینګه وغوښتل، چې د ملي ګټود خوندي کولو او په ولسې جرګې کې د شته ستونزو د حل لپاره دې پریوه مناسبه لاره سره سلا شي.
د ولسې جرګې د رییس د انتخاب لپاره ترسره شوي څلور ځلې انتخابات دوهم پړاو ته تللي خو په دې څلورو ځلو انتخاباتو کې یو کاندید هم ونه توانید چې پنځوس جمع یو غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.