د کندهار په وروستۍ پېښه کې ۲۰ تنه مړه شوي

تازه راپورونه وايي، د کندهار په وروستي پېښې کې شاو خوا شل تنه وژل شوي دي.

د کندهار په امنیي قومندانۍ پرونۍ حمله د غرمې په دولسو بجو پیل شوه او درې ساعته یي دوام وکړ.

پرون د کندهار د روغتون ډاکټرانو وویل، چې دوي ته له سیمې یو مړې او لسګونه ټپیان راوړل شوي دي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې پر امنیې قوماندانۍ له حملې سربېره په کندهار کې د موټر بم درې نورې چاودنې هم شوې دي.

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او ادعايي کړې ده چې خپل شپږ ملګري يي پر امنیې قوماندانۍ او نورو ادارو د حملې لپاره استولې وو، خو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.