په مصر کې د خلکو له پراخو اعتراضونو وروسته د مصر ولسمشر حسني مبارک پرون ماښام خپله استعفی اعلان کړه او د چارو واګي یې پوځ ته وسپارل.
د مبارک د استعفی اعلان د ده مرستیال عمر سلیمان د مصر د دولتي ټلویزیون له لارې وکړ، ویې ویل چې مبارک د وسله والو ځواکونو عالي شورا ته دنده ورکړې څو د دولت چارې اداره کړي.
له دې اعلان سره سم په مرکز قاهره، الکساندریه او نورو ښارونو کې خلکو خوښۍ پیل کړې.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د مصر د ولسمشر حسني مبارک د دې پرېکړې هرکلی وکړ. د امریکا ولسمشر بارک اوباما په مصر کې د قدرت د سوله ییز انتقال هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې د ډیموکراسۍ خوا ته د انتقال بهیر باید اغېزمن او بااعتباره وي.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په مصر کې د داسې انتخاباتو غوښتنه وکړه چې په مصر کې ملکي واکمنۍ ته لاره اواره کړي. ده وویل ملګري ملتونه په دې برخه کې هرراز مرستې ته چمتو دي:
"زه د دې سوله ییزو او د زړورتیا د هڅو په خاطر د مصر د خلکو ستاینه کوم. دوی له خپلو قانوني حقوقو څخه کارواخیست.
زه له ټولو اړخونو څخه غواړم چې همدا روحیه وساتي. ملګري ملتونه چمتو دي چې په دې برخه کې مرسته وکړي."
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل هیله څرګنده کړه، چې مصر به له اسراییلو سره د سولې تړونونو ته وفادار پاتې شي. د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کمېرون او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي وویل، چې مصر باید د آزادو انتخاباتو په لور ګام واخلي او د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ رسموسین وویل، دی خوشبینه دی چې په مصر کې د قدرت انتقال به د منځني ختیځ امنیتي بې ثباته نکړي.