نن د څلورم لپاره د ولسي د مشر د ټاکلو لپاره رایې اچول کیږي

په پام کې ده چې د افغانستان ولسي جرګه نن د څلورم ځل لپاره د خپل مشر د انتخاب په اړه بحث وکړي. له دې مخکې د ملت استازو درې ځلې د خپل مشر د ټاکلو لپاره انتخابات وکړل خو پاتې راغلل.

له دریم ځل بې نتیجې رایې اخیستو وروسته د ولسي جرګې موقت مشر محمد سرور عثماني اعلان وکړ، چې د بلې دورې انتخابات به د شنبې په ورځ وشي.

د تېرې سې شنبې ورځې په غونډه کې په لومړي پړاو کې شپږو وکیلانو ځانونه کاندید کړي وو، چې عبدالقیوم سجادي او امان الله پیمان د ډیرو رایو له ګټلو وروسته دویم پړاو ته لاره وموندله.

خو په دوهم پړاوکې دوی ونه توانیدل چې د ولسي جرګې د مشر د انتخاب لپاره لازم اکثریت ترلاسه کړي.

له دې وروسته د ولسي جرګې موقت مشر د دې ستونزې د حل لپاره د جرګې د کورني دندو په کړنلاره کې د بدلون غوښتنه وکړه خو اکثر وکیلان وایي، چې دا کار د موقت مشر تر څارنې لاندې امکان نه لري.

ځینې سیاسي کتونکي په دې باور دي چې که د ولسي جرګې د دندو په کړنلاره کې بدلون رانه شي او یا د ملت استازي له سترې محکمې څخه مرسته ونه غواړي نو ښايي دا ستونزه همداسې دوام وکړي.