وروسته له هغې چې تیره شپه د مصر ولسمشر حسني مبارک له واک څخه د لرې کیدو لپاره د خلکو غوښتنه ځواب نه کړه، مظاهره چیانو ژمنه کړې چې نن جمعه به په زیات شمیر کې راووځي.
مظاهره چیانو ګواښ کړی، چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په لور به لاریون وکړي.
حسني مبارک په خپله وینا کې په اساسي قانون کې د ځینو اصلاحاتو وکړه او خپل مرستیال عمرسلیمان ته يې د یو شمیر صلاحیتونو د سپارلو خبره وکړه.
مبارک وویل: "ما پریکړه کړې چې له قانون سره سم مرستیال ولسمشر ته د جمهور رییس مسولیتونه محول کړم. زه ښه پوهیږم چې مصربه له دې بحران څخه ووځي، د ولس اراده به يې ماته نهشي، د ټولو بچیانو په صداقت او اخلا ص سره به بیا په خپلو پښو ودریږي او چل او فریب کونکو ته به ځواب ورکړي."
۸۲ کلن مبارک یو وار بیا وویل چې په راتلونکې سیپتمبر کې به کله چې يې د اوسنۍ دورې نیټه پوره کیږي له ولسمشرۍ ګوښه شي.
له دې وروسته مرستیال ولسمشر عمر سلیمان هم وینا وکړه او له مظاهره چیانو يې وغوښتل چې خپلو کورونو ته ستانه شي او د راتلونکې په فکر شي.
د قاهرې په تحریر میدان کې راټولو شوو مظاهره کونکو د مبارک د څرګندونو په وړاندې له غصې ډک عکس العمل وښود او د عربي دود له مخې يې په د سپکاوي په هدف يې لاسو کې خپل بوټان پورته کړه.
بل خوا په واشنګټن کې ولسمشر باراک اوباما وویل، د مصر حکومت د ډیموکراسۍ لپاره لا تر اوسه پورې روښانه، با اعتباره او اساسي، لاره نه ده خپله کړې.