په هلمند کې یو طالب قومندان سره له دوو ملګرو نیول شوي

د هلمند د ملي امنیت چارواکي وايي، یو طالب قوماندان یې له دوو نورو ملګرو او وسلو او چاودېدونکو توکو سره نیولي دي.

د هلمند د ملي امنیت مرستیال محمود ازداۍ راډیو ته وویل، چي دغه وسله واله طالبان یې په نادعلي ولسوالۍ کي د عملیاتو پر وخت نیولي دي.
د محمود په خبره دغه درې طالبان سيف الله، شيرمحمد او بازمحمد نوميږي، چي په ياده ولسوالۍ کي یې د دولت او نړيوالو ځواكونو په ضد فعاليتونه كول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.