د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې د راروان کال په عادي بودیجه کې د تیر کال په پرتله ډیروالی راغلی.
د دې وزارت ویاند عزیز شمس نن ازادي راډیو ته وویل، چې په راتلونکي لمریز کال کې د عادي بودیجې د ډېروالي لامل د امنیتي ځواکونو، ښوونکو او د شهیدانو او معلولینو د وارثینو د معاشونو ډیروالی دی.
خو د دې برخلاف د راتلونکې کال په پراختیایي بودیجه کې په سلو کې دوه کمښت راغلې او د دې یو علت دا ښودل کیږي، چې اکثره وزارتونه د خپلو پراختیایي بودیجو په لګښت کې پاتې راغلي.
د ۱۳۹۰ لمریز کال بودیجه چې د تصویب لپاره مشرانو جرګې ته پرون استول شوې، څه باندې ۲۱۵ میلیارډ افغانۍ اټکل شوې، چي له هغي څخه ۱۵۰ میلیارډه يي عادي بودیجه او ۶۵ میلیارډه يې پراختیايي بودیجې ته ځانګړې شوې ده.