د چک جمهوریت چارواکو پرون وویل، چې هیواد به یې د روسې ساخت مي اولس ډوله ترانسپورټي الوتکو لپاره افغان او امریکایي پیلوټان وروزي.
د چک د دفاع وزارت ویاند جان پیجسیک وویل، په دې اړه به روانه میاشت د ۲۶۰ میلیون چک کرونو په ارزښت چې ۱۴،۶ میلیون ډالره کیږي، د چک او امریکا ترمنځ یو تړون لاسلیک شي او واشنګټن به د روزنې دغه پروګرام تمیولوي.
د دفاع وزارت د لوم پراها اس پي کمپنۍ مسولې مارټینه فیسیروا چې د پیلوټانو د روزنې دغه پروګرام به پرمخ وړي وویل، تمه ده چې په راتلونکو دو کلونو کې به شاوخوا ۳۶۰ پیلوټانو او نور پرسونل ته چې دوه دریمه برخه به یې افغانان وي، روزنه ورکړل شي.
له دغو هلیکپټرو به ډیر په افغانستان کې کاراخیستل کیږي.
د امریکایانو په شمول د ناټو پیلوټان به یا دغه هیلیکپټرې الوزوي، یا به هم د پروازونو د لارښود په توګه کار کوي.