ایران وایي، د تیلو صادارت یې د ورځې شاوخوا یولک بیرله نور لوړ شوې دي. دا زیاتوالی د ایراني چارواکو په وینا د دارخووین د تیلو د زیرمې د دوهمې برخې له استخراج سره راغلی دی.
د ایران د تیلو وزارت خبرې څانګه وایي چې د تیلو وزیر مسعود میرکاظمي د پرانیستلو په مراسمو کې برخه واخیسته او د دې زیرمې له پرانیستلو سره به د تیلو صادرات یو سل او شپیته زرو بیرله زیات شي.
د تیلو د صادرونکو هیوادو یا ( اوپیک) په وینا ایران هره ورځ شاخوا درې اعشاریه اووه میلیونه بیرله تیل صادروي.
د دارخووین د زیرمې دوهمه برخه دایټالیا اي این یو او سیمه ییزو کمپنیو له لورې استخراج شوه.