د ولسي جرګې غړي د خپل مشر د ټاکلو لپاره په دریم ځل انتخاباتو کې هم کومې نهایي نتیجې ته ونه رسیدل.
امان اله پیمان، مولوي شهزاده شاهد، عبدالحفیظ منصور، عبدالقیوم سجادي، کمال ناصر اصولي او منور شاه بهادري د نن ورځې په لومړي پړاو انتخاباتو کې د یو بل په وړاندې سیالۍ ته راووتل.
خو د دویم پړاو انتخابات د امان اله پیمان، چې څلور پنځوس رایې او عبدالقیوم سجادي ترمنځ، چې درې شپیته رای ترلاسه کړې وې ترسره شول.
وروسته له هغې، چې په دویم پړاو کې هم هیڅ یو کاندید د پنځوس جمع یو غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړای شو، د ولسي جرګې موقت اداري پلاوي د راتلونکې شنبې په ورځ د څلورم ځل لپاره د انتخاباتو اعلان وکړ.
"د دوهم پړاو انتخاباتو هم چې پنځوس جمع یو یې معیار دی نه دی پوره کړی، له بده مرغه د څلورم ځل انتخاباتو نتیجه هم منفي ده او زیان یې د افغان ولس بیچاره خلک ګالي د دې مسوول تاسې وکیلان یاستئ."
په تیرو شاوخوا دوو اوونیو کې دا دریم ځل وو، چې وکیلان د ځان لپاره د مشر په ټاکلو کې پاتې راغلل.