د پاکستان د کرکټ بورډ رييس اعجازبټ وايي، د پيسو په وړاندې قصداً د لوبې د بايللو په خاطرد ډېرې مودې لپاره د درو پاکستاني لوبغاړو ممنوعيت د افسوس وړ ده.
بټ ژمنه وکړه، چې هڅه به وکړي چې له دغو درو لوبغاړو سره د خپل بايللي حيثيت په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
د کرکټ د نړيوالې شورا د فساد ضد محکمې د شنبې په ورځ د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني کيپټان سلمان بټ لس کاله، محمد اصف اووه کاله او محمد عامر د پنځو کلونو لپاره په مسابقو کې له ګډونه منع کړل.
پر دوی تور لګېدلی و، چې تېر کال يې د انګلستان په وړاندې مسابقه قصداً بايللې وه. رسنيو ويلي، چې دغو لوبغاړو د قمار له شبکو سره د ارتباط په خاطر قصداً ښه لوبه نه کوله.
د جمعې په ورځ بريتانوي څارنوالانو هم وويل، چې درې لوبغاړي يې د فساد په تور د مارچ په اوولسمه د لندن محکمې ته جلب کړي دي.