اوباما: په مصر کې سیاسي بدلون حتمی دی

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون وویل، دی په دې باور دی، چې مصر به بیرته پخواني حالت ته ونه ګرځي او اوس د بدلون وخت دی.

اوباما له امریکایي فاکس نیوزټلویزیون سره په مرکه کې وویل، یواځې د مصر ولسمشر حسني مبارک په دې پوه دی، په دې هېواد کې د ورځنیو مظاهرو په وړاندې څه باید وکړي خو دا واضح ده، چې مصریان د ازادو او عادلانه انتخاباتو غوښتونکي دي.

اوباما دغه راز وویل، د ده په باور اخوان المسلمین د مصر یوه مخالفه ډله ده او په دې هیواد کې د خلکو اکثریت ملاتړ له ځان سره نه لري خو دا یوه منظمه ډله ده، چې ځیني مفکورې یې د امریکا ضد دي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل، چې له جمهوري ریاست څخه د حسني مبارک د لیرې کیدو وخت د مصر په خلکو پورې تړلی دی خو له وخته مخکې د هغه لیرې کیدل به د انتخاباتو په برخه کې ستونزې راپورته کړي.