د کرنې وزارت د امریکا په مرسته پر بزګرانو ۶ زره ټرکټورونه ویشي

د امریکا د سفیر په وینا هر ټرکټور ۴ زره امریکايي ډالره بیه لري، چې ۳۰ سلنه بیه یې باید بزګر پرې کړي

په افغانستان کې د کرنې د روان حالت د ښه کولو لپاره د امریکا له خوا مرسته شوي دغه شپږ زره ټرکټورونه به په اتلسو ولایتونو کې پر بزګرانو وویشلې شي.

د دغو ټرکټورونو د ویشلو لړۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کرنې د وزیر او د امریکا د سفیر له خوا پیل شوه او شاوخوا پنځوس ټرکټرونه وویشل شول.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي وویل، چې دغه ټرکټورونه به بزګرانو ته د کرنې په برخه کې خورا مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.

“ دغه ټرکټورونه به په هغو ځایونو کې، چې پر یوه مځکه دوه کښته کیږي د بزګرانو کار ډېر اسانه کړي، د اوبو په پمپ کولو، د حاصلاتو په رېبلو، ترېشل کولو، له یوه ځای بل ځای ته په لیږلو، د مځکي تیارول او حتې کولای شي د ژرندې او برېښنا ورکولو کار هم وکړي.

دغه ټرکتورونه په کوچنیو مځکو له پنځو څخه تر پنځوسو او سلو جریبو مځکو په اندازه ښه نتیجه ورکوي د غره په لمنو او غونډیو کې هم.”

ښاغلي رحیمي همدارنګه وویل، چې دغه ټکترونه به د خوراکي توکو تولید ډیر او بیې به یې راکښته کړي او د بزګرانو پر اقتصادي حالت به هم ښه اغېز وکړي.

دغه کرنیز ماشینونه چې د امریکا له خوا افغان بزګرانو ته ورکول کیږي، تر ۲۴ میلیونو امریکايي ډالرو ډیر ارزښت لري.

د امریکا سفیر کارل ایکنبیري وویل، چې دغو ټرکټورونو د نړۍ په نورو پرمختللو هېوادونو کې ښه نتیجه ورکړې او دا به د افغانستان پر کرنه هم ښه اغېز ولري.

ایکنبیري وايي، چې د دغو ماشینونو بیه او لګښت دواړه لږ دي.

“تر ټولو مخکې لکه وزیر چې وویل، دغه ټرکټورونه ارزانه دي، د یوه ماشین بیه ۴ زره ډالره ده.

د افغانستان حالاتو ته په کتو سره دا ټرکټورونه تر څلور ټایرونو ډیر ښه دي، بل د دې ټکترونو ګټه په دې کې ده چې د څلور ټیره په نسبت لږ مصرف کوي.”

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې هغه بزګر چې دغه ماشینونه ورکول کیږي، باید دریمه برخه بیه یې دوی خپله ورکړي او پاته برخه یې امریکا ورکوي.

افغان بزګرو چې تر دې په خوا یې له غوایانو څخه د کرنیزو چارو په سمبالولو کې کار اخیستی، اوس د دې ماشینونو کار ته خوشحاله دي خو وايي، چې بنسټیزي ستونزي به یې دغه ماشینونه حل نه کړي.

دوی وايي د کښت لپاره اوبه نه لري او باید ورته د اوبه خوړ منظم سیسټم جوړ شي.

"دغه ماشینونه زموږ بنسټیزه ستونزه نه شي حلولای، زموږ اصلي ستوزه د اوبو نشتوالی دی. د پنجشیر او غوربند د سیندونو اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي، که چېرې دغه اوبه موږ ته راتاوې شي نو موږ خپلې ډېرې ستونزه پرې حلولای شو. که چېرې اوبه نه وي هرڅومره چې موږ په ځمکه واړوو ګټه نه لري."

افغانستان چې په وچه کې پروت هیواد دی، کرنه او مالداري ورته د ملا د تیر حیثیت لري او د کرنیزو چارو څېړونکي افغان دولت او مرسته کوونکو هیوادونو ته سپارښتنه کوي، چې د افغانستان له کرنیز سکتور سره ځانګړې مرسته وکړي، چې دا هیواد پر خپلو پښو ودریږي.

امریکا چې له افغانستان سره تر ټولو ډیر مرسته کوونکی هیواد دی، په خپله ستراتیژۍ کې یې د افغانستان د کرنې لپاره دوه میلیارډه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

راپور: معصوم میوند