پولیس وایي، چې وسله والو د پاکستان په شمال لویدیځ کې څلور تنه د جاسوسۍ په تور په ډزو وژلي او مړي یې پرون ناارامه شمالي وزیرستان ته نژدې د کرک ښارګوټې په یوې څنډه کې اچولي و.
د سیمې د پولیسو مشر ساجد مومند فرانسپرس اژانس ته وویل، چې د دغو سړیو له جسدونو سره چې په مرمیو لګیدلي وو، وسله والو یو خط پریښی، چې په کې لیکل شوي، دغه څلور تنه مو د هند او یهودانو د جاسوسۍ ادارو ته د جاسوسي په تور ووژل.
هغه وویل، د وژل شویو کسانو د هویت معلومولو په اړه مو چې عمرونه یې د شلو او څلویښتو کلونو ترمنځ دي، څیړنه پیل کړې او زیاته یې کړه، چې دا لومړی ځل دی چې په کرک سیمه کې دغسی یوه پیښه کیږي.
یوه سیمه ییز استخباراتي چارواکي هم دا پیښه تایید کړه.
وسله والو د پاکستان په قبایلو سیمو کې تردې مخکې هم په ځلونو یوشمیر کسان، د پاکستان پوځ یا په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.