د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني تللی، پرون یې د دې کنفرانس په حاشیه کې د جرمني او بریتانیا له صدراعظمانو سره وکتل.
د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر کرزي د جرمني او بریتانیا له صدراعظمانو، انګلا میرکل او ډېوېډ کامرون سره په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د سپارلو، د افغان امینتي ځواکونو د تیاریو او په دې هیواد کې د جرمني او بریتانیا د ونډې په شمول په یولړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
افغان ولسمشر او د جرمني صدراعظمې موافقه وکړه، چې د روان ۲۰۱۱ میلادي کال په پای کې به جرمني د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.