سربیا کې مظاهرې روانې دي

د سربیا په مرکز بلګراد کې نن لسګونه زره خلکو په مظاهرو لاس پورې کړ. دا مظاهرې په سربیا کې د ۲۰۱۲ کال له پلان شویو انتخاباتو مخکې ترټولو ستر اعتراضونه بلل شوي چې په ترڅ کې یې د حکومت مخالفین غواړي خپل پلویان زیات کړي.

مظاهره چیان چې په ګڼ شمېر د سربیا له بېلابېلو سیمو څخه په بسونو کې راغلي وو، د ملي پارلمان مخې ته راټول شول او داسې شعارونه ورسره و چې پکې لیکل شوي و، د دیموکراتیک ګوند د تلو وخت رارسېدلی او موږ وږي یو.