د ایساف ځواکونو یوه الوتکه په کابل کې غورځېدلې

د کابل د امنیی قومندانۍ چارواکي وايي، چې تېره شپه د ایساف ځواکونو یوه پوځي الوتکه په کابل کې راغورځېدلې ده.

د کابل امنیي قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر سمونوال محمدظاهر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دغه الوتکه د خاک جبار د ولسوالۍ د لته بند په سیمه کې راغورځېدلې ده.

خو ښاغلي ظاهر په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه، ایساف ځواکونو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.