د بامیان ولایت چارواکي وايي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د واورو د ورښت له امله د درېو ولسوالیو لارې بندې شوي دي.
د بامیانو د ولایتي شورا رئيس جواد ضحاک وویل، چې د شاتوت او صدبرګ کوتل، چې د پنجاب او ورس دوې ولسوالۍ سره نښلوي او د اقربات کوتل چې د سیغان ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي له درېو ورځو راهیسې بند دي.
بل خوا د بامیانو د یکه و لنګ ولسوال ناصرفیاضي وايي، چې د شاتوت په کوتل کې یي څلور موټر له ۲۷ مسافرو سره ژغورلي، خو څلور بار وړونکي موټر لا هم بند پاتې دي.