اوباما:د مصر ولسمشر دې د خلکو هیلې پرځای کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په مصر کې په سوله ییز ډول د واک د انتقال غوښتنه وکړه او پر ولسمشر حسنې مبارک یې غږ وکړ، چې د خلکو هیلې پر ځای کړي.

د امریکا ولسمشر پرون په داسې حال کې دا خبره وکړه چې د مصر په مرکز قاهرې کې د التحریر په میدان کې تر یولک ډیر کسان راغونډ شوې وو او د حسنې مبارک د واک د ختمېدو په نوم ورځ یې لمانځله، د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل:

«د مصر راتلونکې د مصر د خلکو په لاسو کې ده، دا هم څرګنده ده چې د انتقال یوه مرحله وي او دا مرحله باید سر له اوسه پیل شي.

د دې انتقال لپاره باید یوه تګ لاره جوړه شي څو د مصر د خلکو د حقونو ضمانت په کې وشي او ازادو او عادلانه انتخاباتو ته لاره هواره شي.»

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ده اداره د مصر په روان کړکیچ کې له هر ډول فشار او خشونت سره مخالفه ده.